خبرتياوې او بېلابېل

08.09.2010 11:16    |   حبیب شاه تړون نن افغانستان څلورمه ګڼه له چاپه راووته

دنن افغانستان اسلامي، ادبي او معلوماتي ټولني ځوانان دلوی او مهربانه خدای په مرسته پدې وتوانېدل چي دنن افغانستان مجلې څلورمه ګڼه هم دچاپه راوباسي. نن افغانستان مجله دپښتو مجلوپه منځ کي هغه ځانګړې مجله ده چي په يوخاص نوښت او تګلاري سره لکه دکمپيوټر خاص مهارتونه، ساينس او ټکنالوجي او پردې سربېره د نړۍ دنوي اختراع سوي ټکنالوجۍ په اړه ولراو بر افغانانو ته معلومات وړاندي کوي.


08.09.2010 00:49    |   د افغانستان د ژغورني د جرګې روانې تش په نامه ټاکنې

روانې تش په نامه ټاکنې


07.09.2010 12:57    |   حکمت الله حکمت د ( مو‌ږ به څه کوو؟ ) یا د ژغورنې ږغ .... په اړوند .

دهېواد د نومیالی شاعر ، لیکوال ، ژورنالیست ، ویندوى او ملي شخصیت عبدالباري جهاني پر وخت او ځاى د ( مو‌ږ به څه کوو؟ ) لیکنه زما په اند یو تاریخي پیغام دى چې هر پر وطن مین افغان دې ته را بولي تر څو لاس په کار سي او تر خپل وس او توان پورې یو څه وکړي .


04.09.2010 15:17    |   حبيب الله غمخور خبرتيا: دځوانوعلمي، ادبي او فرهنگي څېرو په وياړ نړيوال کنفرانس او مشاعره

دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره


04.09.2010 09:02    |   بلال شينوارى دفاتحې اعلان!

حاجي منګل،الحاج ډاکټر مندوخيل،دملي بس پخوانى مامور خان باچا،ګلدار او ستورى ګل ورونه، ذاکر،بزرګ،رحم الدين،اجمل،ايمل او جمال ناصر وريرونه، دپوليسو داکاډمۍ استاد سمونوال نورالله او دننګرهار دبريښنا رياست خزانه دار سيداجان باجه ګان، دافغانستان دسترې محکمې دتفتيش غړى قاضي سيد محمد شينوارى،ارواښاد باطن شاه ،ولايت شاه اومغدودشاه اوښي، صابر شاه،حاجي بريالى او زمرى داوښي زامن، ډاکټر فرهاد شينوارى زوم. معلم اختر ګل شينوارى دترور زوى او دننګرهار فرهنګيان او قلموال دختيرې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشر اودکابل پوهنتون استاد الحاج پوهنمل لال باچا ازمون دپلار دننګرهار دګمرک دپخواني ريس الحاج وطن خيل دمړينې له کبله چې جنازه يې پخوا په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ،خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکوي چې دارواښاد فاتحه ديکشنبې په ورځ دسنبلې دمياشتې په څوارلسمه دسهار له اتو څخه دغرمې تر دولسو بجو پورې دجلال اباد ښار په سپين جومات کې اخيستل کيږي ،خپلوان او دوستان دې خبر وي. انا لله وانا اليه راجعون


03.09.2010 22:05    |   بسمل په کاناډا کې دارواښاد الحاج غلام محی الدین زرملوال دفاتحې خبرتیا

د افغانستان د ستر ملي مبارز او د هېواد د ځورېدلي ولس یو رښتينی خواخوږی اوپه خپل هېواد او خلکو مین ارواښاد الحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا


03.09.2010 18:36    |   عبدالحق عمري دازمون صاحب پلاردې خدای وبخښي

په خورا خواشینې سره خبر شو چې دپښتو ژبې دلیکوال ،شاعر او ژورنالیست استاد لال پاچا ازمون پلار په حق ورسید مونږ داستاد ازمون سره پدې غم کې ځان شریک بولم او استاد ازمون او دهغې کورنۍ ته دجمیل صبر غوښتنه او ازوښاد ته دجنت فردوس غوښتنه کوم


02.09.2010 17:12    |   عبدالرحم مطمين دڅراغ مهالني خپرونه له چاپه راووته

په ګرشك ولسوالي كي دڅراغ په نوم مهالني خپرونه دسراج الاسلامي ادبي ټولني له خوادچاپه راووتل.


02.09.2010 13:13    |   سیدجان کاروانی د افغانی ټولنی موسیس د کوچني نيکمرغه اخترد رارسيدو په وياړ د مبارکۍ پيغام !

په برتانيا کې د اوسيدونکو افغانانود ټولني اجراييه شورا ، د کوچنې نېکمرغه اختر د رارسېدلو له امله د افغانستان په د ننه کې ټولو هېوادوالو ، په بهر او ځانګړي توګه بریتانيا کې مېشتو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي تودي مبارکۍ وړاندي کوي . همدارنګه د روژي د مبارکې مياشتي په دې بزرګو شپو او ورځو کې د لوي خداي ( ج ) دربار ته استدعا کوي چې زموږ د خلکو عبادت او دوعاوي قبولي کړي ، خلکو او هېواد ته سوله ـ نېکمرغي او ابادي راولي .


02.09.2010 11:23    |   بلال شينوارى په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دغه کتابونه خپاره کړيدي!

١- بازارموندنه:دننګرهارپوهنتون داقتصاد پوهنځي داستاد او دولايت داقتصادي چارو ريس سيد قياس سيدي ليکل شوى اثر دى چې دماليې وزير ډاکټر عمر زاخيلوال سربيره پرې ځينو نورواقتصاد پوهانو هم سريزې ليکلي دي ددې کتاب لوستنه دپوهنتونونو داقتصاد پوهنځيو محصلينو ته له ګټې خالي نه ده.کتاب په دوه زره ټوکو کې چاپ شوې دى. ٢- دافغانستان يونليک: دعلامه سيد سليمان ندوي له لورې په اردو ژبه ليکل شوى چې محمد عارف حقپرست روانې پښتنو ته اړولې دى چې دکتاب مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي دا کتاب په زرو ټوکوکې چاپ او خپور شويدى. ٣- اغيزناکه شخصيت جوړونه:دمحمدبشير جمعه اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو ته اړولې دى په دې اثر کې چې دژباړن له لورې دهيواد وتلي ليکوال او نقاد محمداصف صميم ته ډالۍ شوى دانسان دشخصيت دپيزندنې او جوړونې په اړه ګتورې لارښوونې شته چې دادارو کارکوونکوته يې لوستل ډير اړين دي. ٤- دحقوقو بنسټونه:دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو دپوهنځي استاد نصرالله ستانکزي ليکل شوى اثر دى چې پکې دحقوقو دپوهې څانګې،دسرچينو له پلوه دحقوقو ويش،دحقوقو سرچينې ، دحقوقو طرفيت او قواعد او داسې نور په زړه پورې موضوع ګانو په اړه علمې بحث شوې چې دسياستوالو او په ځانګړې توګه دحقوقو پوهنځي محصلينو ته يې لوستل په زړه پورې دي. ٥- ددوستۍ لار:دډيل کارنګي اثر دى چې ځوان او دښه استعداد لروونکي ژباړن ډاکتر محمدابراهيم له لورې په روانه او ساده پښتو ژباړل شويدى دا کتاب د په زړه پورې والي له امله په دويم وار په دوه زره ټوکه کې چاپ او خپور شويدى ددې کتاب منځپانکه تر ډيره پر انساني اړيکو راڅرخي. ٦- سقراط فلسفي او دناپوهۍ قرباني: شاهدمختار په اردو ژپه ليکلې او محمدعارف حقپرست پښتو ته اړولې دى په دې کتاب ديونان دفلسفي عالم سقراط دژوند او اند په اړه په زړه پورې مالومات وړاندې شوي چې لوستل يې بې ګټې نه دي. ٧- لنډې کيسې :دسردارمحمد ساروان له لورې په انګريزۍ کې ليکل شوي لنډې کيسې دي چې دانګليسي ژبې مينه او زده کوونکو ته يې لوستل له ګټې خالي نه دي. ٨- لږه کينه روغه سينه: دابو عمر عبدالروف افغان ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې پر اسلامي پوهنه سربيره دکينې زيانونه تشريح شويدي هغه څوک چې له کينې کرکه لري دا کتاب دې خامخا ولولي. ٩- دسپتمبر يوولسمه او پرافغانستان يې اغيزې: دعبدالصمد باهر ستانکزي ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې دسپتمبر ديولسمې پيښې او پر افغانستان يې اغيز په اړه په زړه پورې مالومات راټول شويدي. ١٠-اصحاب کهف: دابوالکلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې دا هم فريد احمد هلال پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې داصحاب کهف او ياجوج ماجوج په اړه په زړه پورې مالومات شته چې لوستل به يې ستاسو دپوهې دزياتوالي لامل شي. ١١- په څه وژاړم په څه راشي خندا: دخوست دشاعر خيزې سيمې دځوان شاعر احمدجاويد منګل پنځمه شعري ټولګه ده چې په زړه پورې شعرونه پکې راټول شوي راټول شويدي دا ټولګه په زرو ټوکو کې چاپ شوې چې دشعر مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي. ١٢- دمور او پلار حقونه: داردو ژبې دليکوال راجا رشيد محمود اثر دى چې ځوان ژباړن فريد احمد هلال پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې داحاديثثو په رڼا او دپوهانو په ويناو کې دمور او پلار دحقونو په اړه معلومات خپاره شويدي دمور او پلار دحقونو دلاښه پيژندنې لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي. ١٣- ليونۍ مينه: دعطاالله حيران ليکل شوى پوليسي ناول دى چې پر دې کتاب دليکل شوې سريزې دليکوال قاضي سيد اختيار سباوون په وينا دحيران ددې کتاب سکالو په درې پړاوونو ويشل شوې چې په يوه مخه يې څوک نه شي لوستلاې او هر پړاو يې زړه راښکونکي شيبې لري لوستل يې پرتاسو. ١٤- اسلام او رسنۍ:دګاونډي هيواد پاکستان دليکوال ډاکتر محمدوسيم اکرم شيخ له لورې ليکل شوى اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو ته اړولى په کتاب درسنيو دمثبتو او منفي اړخونو په اړه په زړه پورې مالومات خپاره شويدي. ١٥- اسلام اوعيسويت کې ورته والې:داسلامي نړۍ دستر مبلغ ډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى پښتو ته شفيع الله تاند رااړولى دى پښتو ژبې ته دنايک دکتابونو دراژباړلو په سلسله کې دا دتاند لسمه هڅه ده که ژوند يې و نورې هڅې به هم وکړي دکتاب لوستل بې ګټې نه دي. ١٦- دحق چيغه: داردو ژبې دوتلي ليکوال ابوالکلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې پښتو ته يې درااړولو چارې فريد احمد هلال تر سره کړي ،که ويې لولۍ نو ډير نوي څه په پکې ومومۍ. ١٧- بدمعاشه امريکا:دويليم بيلم اثر دى پښتو ته فريد احمد هلال اړولى په کتاپ کې دنورو هيوادونو په اړه دامريکا دناسمو هيلو په اړه په زړه پورې معلومات خپاره شويدي. ١٨- داوسپنيزو سيمټي کانکريټوډيزاين: دهندي ليکوال سوشل کومار اثر دى چې انجنيز محمدفريد عاطف پښتو ته رااړولى دى دا دکتاب دچاپ دويم وار دى چې په (٥٨٠) مخونو کې چاپ او خپور شوې کتاپ تر ډيره په مسلکي بڼه ليکل شوى چې دانجينرۍ دپوهنځي محصلينو او هغه کسان چې په ودانيزو شرکتونو کې کار کوي لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي. محمداصف شينوارى


01.09.2010 21:08    |   پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا ارشاد حج اوقافو رياست درئېس دمړيني له كبله د ولايت مقام د خواشينى پيغام!!

له ډير غم او خفګان سره مو نن سهار لس بجې خبر تر لاسه کړ چي د هيواد د سولي او ثبات دښمنانود كندهار ولايت د ارشاد حج اوقافو رئېس محمد حسن تيموري د خپل دفتر مخ ته د يو ناځوانمردانه حملې په ترڅ كي په شهادت ورسوى.


29.08.2010 15:22    |   محمد حسن حقيار له فرهنګپال اوهڅاند ورور محمد نعيم افغان سره د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې خواخوږي

له فرهنګپال اوهڅاند ورور محمد نعيم افغان سره د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې خواخوږي


25.08.2010 08:21    |   سربازپښتون د محترم سعيد ګوهر پرمړينه د ويښ ليكوال ادبي ټولنې د خواشنۍ پيغام ـ

د ويښ ليكوال ادبي ټولنې ټولنې ټول غړي سوهيلي پښتونخوا د ويلي شاعر او اديب پر ناببره مړينه باندي د خواشنۍ څرګندونه كوي ـ او د دۀ مړينه د پښتو ادب يو لوى زيان ګڼي ـ او د لوی خدای په دربار کښې د بخښنې دعا ورته كوي ـ اودمحترم ګوهر صيب له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري ملګرو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.


24.08.2010 08:16    |   میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دتکړه لیکوال او په وطن مین سیاستوال او دافغان میرمنو دحقوقو اګاه مدافع غلام محي الدین زرملوال د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .


24.08.2010 08:16    |   د زرمت دادبي بهیر د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام

غلامحی الدین زرملوال دافغانستان تکړه لیکوال ، پیاوړی فسیاسي او ټولنیز شخصیت او يو نه هېرېدونکی علمي فرهنګي شخصیت و ، د خپل ژوند یوه برخه یې دحق ویلو په لاره کې دغیر دموکراتیکو رژیمونوپه زمانه کې ډیرې سختۍ ګاللې دي .خو هیڅ وخت یې د واقعیتونو له ویلو څخه ویره ونه کړه.


21.08.2010 21:10    |   ټول افغان د خدای بښــلي غلام محی الدین زرملـوال د فاتحې خبرتيا

د فاتحې خبرتيا


21.08.2010 20:25    |   انګار ليکوال،شاعر،څېړونکی او محقق سعيد ګوهر ومړ

ليکوال،شاعر،څېړونکی او محقق سعيد ګوهر ومړ


21.08.2010 11:51    |   د شهيد کورنۍ د قومي مشر وکيل حاجي بسم الله د شهادت په اړه د هغه د کورنۍ اعلاميه

څوک وو؟ وکيل حاجي بسم الله د مرحوم ملک خان محمد زوی په ۱۳۰۷ هـ ل کال کې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ د درکخيلو کلي په يوه دينداره او مخوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.


18.08.2010 19:06    |   دغوربند د فرهنګیانو لخوا د پروان له فرهنګیانو سره مرسته وکړﺉ

دغوربند د فرهنګیانو لخوا


16.08.2010 09:11    |   دافغانستان ادبی انجمن عبدالظاهر اميري وفات شو

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان ادبي انجمن فعال غړې، شاعراو اديب محترم عبدالظاهر ((اميري )) په يوه ترافيکي پيښه کې په حق رسيدلې دى او جنازه يې په کابل کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده ، د افغانستان ادبي انجمن او د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د شهيد عبدالظاهر اميري کورنۍ ، خپلوانو او پاتې کسانو ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوي او په دې غم کې ځان له هغوى سره شريک ګڼي او د الله تعالى له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت او غم ځپلې کورنۍ ته يې د جميل صبر او عظيم اجر غوښتنه کوي .




   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


07.09.2010 11:06 ژوند

07.09.2010 11:05 خیالات

07.09.2010 11:05 ناسم قضاوت

07.09.2010 11:04 په قرآني ماشوم روزلو کې د روژې اغيزه

پوښتنه (د نهي حسن له لورې): آيا کولى شو له روژې څخه د قرآني ماشوم د روزلو لپاره ګټه پورته کړو؟ او آيا روزه په قرآنې ماشوم روزلو باندې کومه اغيزه

07.09.2010 11:03 فلسفي ځواب

07.09.2010 11:01 خور له ورور څخه مخ پټوي!!!

داولې؟!

07.09.2010 10:54 افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور/عنایت ساپې

په طبیعي ډول به په ډیره اسانۍ طالبانو ته ددې لاره هواره شي چې یو ځل بیا ددغه هیواد په تخت او تاز خپلې منګولې خښې اوخدای وکړي چې داځل طالبان د

07.09.2010 10:54 غزل ///ماته یی ښکلې د لوګر مڼې رایادې کړلې ///////// چې یی په غبرګو اننګو باندې روزه ماتوم

د سليم احمدزي ښکلى او زړه راښکونکى غزل

07.09.2010 09:22 خپلو ټولو درنو ښاغلو او اغلو ملګرو ته!څيړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی

زړه له کومې د کمکي اختر مبارکي وایم . هیله مند یم سږنی اختر مو په هیواد کې ټولنیز نیاو(عدالت)چې په پایله کې یې تل پاتې سوله راتلی شي یو ه انګیر

07.09.2010 06:40 بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخه:بلينډه بدرۍ

ستا بيګا شپه ګلورينه د قيصې په نيمايي کې ښکلې سترګې وې ورغلې شپه پخه وه ستوري هم دومره خمار وو

08.09.2010 12:48 اختر مو بختور شه

زموږ په اختر کې هم لويه فلسفه نغښتې ده، دا يواځې د خوښۍ لپاره نه ده، دلته موږ يواځې په خوښۍ خپل وخت نه تيروو مګر د دې ترڅنګ موږ نور ډير لوي لوي

08.09.2010 10:48 غزل//انعام الله ګوهر

دزندګۍ پیریــــــــــــان کیناستي په مــــــــا//که د ځوانۍ پیریان کیناستي پـــــــه مــــــــا

08.09.2010 05:37 د سپټمبر د یولسمې پیښې معما

كه غواړو چې د دي پيښې په هكله ډير له واقعيت او انصاف څخه ليري نه وو, نو په كار ده چه د پيښې د پايلي اواغیزې په هكله فكروكړو نه دپيښې په هكله او

08.09.2010 00:13 يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟

ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه ...

08.09.2010 00:12 DVD د CD په پرتله څه ښه والى لري؟

ښايي ډېرى کاروونکي له DVD څخه په دې نيت چې ظرفيت يې د CD په پرتله څو چنده ډېر دى...

07.09.2010 20:53 تازه غزل / جلال امرخېل

07.09.2010 11:10 احسان

07.09.2010 11:09 خیرا

07.09.2010 11:08 عاشقي

07.09.2010 11:07 خاطره