په پاکستان کې دروان سياسي بحران جبران په چا کېدونکى دى!!؟

محب الله الله يار 07.02.2010 09:16

له څه مودې راهيسې چې رسنۍ اورو؛ نوداسې ورځ به نه وي، چې دګاونډي هېواد پاکستان په اړه دې، ترې راپور خپور نشي، ضرور به يو، دوه، يا تردې زياتې پېښې پکې رامنځته شوې وي. داپيښې يوازې په يوې سميې پورې تړلې نه دي، له صوات نه نيولې تر، کراچې، لاهور،پېښور اوآن تر اسلام اباد پورې نيلې غزېدلې دي؛ ځکه خو ورته دپاکستاني حکومت سپينې تښتېدلي دي او دحل لاره يې ترې ورکه کړېده. که وګورو نه پکې داسې يومخيزه جګړه شته اونه پکې کوم معلوم لورى، چې په يوازې ځان دې ددولت پروړاندې ولاړ اوسي. بس چېرته چې څوک دولت دځان لپاره خطر بولي، هملته يې ددولت پرضد وسله را اخيستې ده. څوک په ولسي وګړيو ځان مرګي کوي،څوک پوليسو پسې دي، يو نيم ځاى خو په ځينو ښارونو کې وړې ډلې پوليسوباندې خوله په خوله دسپکو وسلو حملې کوي. بس يوه ګډوډي شروع ده. او سيمه لاړه دناامنۍ کندې ته ورټېل وهل شوه.

اوس ددې پرځاى چې پاکستانى دولت يې سرچينه پيداکړي او يا داسې يوه تګلاره غوره کړي چې دروانوګډوډيو مخه دې پرې ونيسي؛ خواران کله په خپلو بهرنيو ملاتړو شک کوي، کله ګاونډيانو ته، چې هغوى هم ورسره په سيمه کې دامن راوستلوپه برخه کې خپلې هڅهې کوي، دسترګوپه کونجونو کې دملامتياپه نظر وګوري، په سيمه کې ګاونډيان ځکه دپاکستان داخلي ګډوډيوته لېواله نه دي، که چېرته پاکستان نا ارامه واوسي؛ نو شاوخوا ګاونډيان به هم ورسره ستړي او لالهانده وي . او بله داچې زياتره وخت؛ خو په خپل توليد(ترهګرو) ډلو باندې مخامخ ورمنډه کړي، دوى چې په سيمه کې په طالبانو او يا القاعده باندې دزړه له کومې بريد نه کوي؛ دا خو دوى تر،پرونه حمايه کول نن چې ورته په بدو، واووختل؛ نو ملامت خو بل څوک نه دي او همداوجه ده چې په خپلو کور کې ورخطاکړيدي، اوس که پاکستان څومره هڅه وکړي نو ددې روانوګډوډيو مخه نيول به ورته ګران ځکه وي چې په داخل کې ورته خلک يا ډلې او مخالفين پيداشوي يدي.

بله داچې کله په کوم هېواد کې بهرنې لاسو هنې شروع شي، هغه هېواد بياهېڅکله هم ښه ورځ نه شي ليدلى او نه بيا پکې څوک ارامې شپې تېرولى شي. داخوښکاره خبره ده چې انګلستان(دپاکستان بنياد ايښېدوکې مهمه ونډه لرله) او امريکا يې بيا په سياسي لحاظ ملاتړى او پلار ګڼل کېږي؛ ځکه چې په ټولو اسلامي هېوادونوکې يوازينى هېواد پاکستان دې چې دامريکايان ترې راضي او خوشحاله دي اسراييلو هم امريکاته دومره کار نه دى کړى، لکه پاکستان چې ورته وکړ او کوي يي. په تېره بيا په درېيمه نړۍ کې مشرف اولين کس دبوش دخوښې سړى و.
زما موخه دلته دپاکستان اوسنۍ وضې په اړه وه چې ولې پکې حالات دومره ناارمه شول او په دې کې ستره ونډه دچاوه؟ د اوسني سياسي بحران جبران په چاکېدونکى دى؟

که دپاکستان ٦١ کلن عمرته څيرشو؛ نو په ډاګه به شي ٣٢ کاله فوځ په ولس دزور واکمني کړېده؛ ځکه؛ خو قانون دفوځيانو ترمنځ دماشومانو دلوبو دګوډۍ(نانځکه) هېثيت لري.
په پاکستان کې ټولې څلورسپينې کوده تاګانې شوي دي. او دسپينو کودتاګانو علت په پاکستان کې دفوځي واکمنۍ چلول دي، کله چې فوځ خپلې ګټې دحکومت لخوا په تاوان کې وويني نو سم دواره په حکومت کودتاکوي.
لومړۍ کودتا ايوب خان پر سکندر ميرزا باندې په ١٩٥٨ز کې وکړله.
دوهمه کودتا پر ايوب خان دفوځ مشر اغامحمد يحى خان په ١٩٦٨ ز کې وکړله.
درېيمه کودتا پر ذولفقار علي بوټو باندې ضيا الحق په ١٩٧٧ز کې وکړله.
څلورمه( وروستۍ) کودتا پر نواز شريف باندې مشرف په ١٩٩٩ز کې وکړله.

په ټولو کودتا ګانوکې بدترينه او ولس ته زيانمنوونکې دمشرف کودتا وه چې له امله يې ملک له سياسي بحران سره مخ شو او علتونه يې هم په لاندې برخه کې تر څېړنې لاندې نيسو:
که وګورو په پاکستان کې له پخوا راهيسې داسې ډلې وې؛ خو دافراطيت او ياګډوډيو جرات يې نه کوه او نه يې دپاکستان ددولت په وړاندې څه غبرګون خوده؛ خو کله چې په پاکستان کې پرويز مشرف واک ترلاسه کړ؛ نو دولت ځانته ډېر داخلي مخالفين پيداکړل او له همغه وخته يې په فعاليت شروع وکړه.
په لومړيوکې خو داډلې دافغانستان لپاره تقويه کېدې چې پاکستان ترې په خپله نفه ګټه اخستله؛ خو کله چې پاکستاني دولت له طالبانو او القاعدې سره اړيکي لږې سستې او پرځاى يې غربي لوري ته دملګرتيا ور(دروازه) پرانېست؛ نوله امله يې مذهبي ډلو له پاکستان سره کينه پيداکړه او دخپل ځان دپياوړتيا لپاره يې په قبايلې سيموکې خپلې ځالې تازه او قوي کېدوباندې شروع وکړه
په لنډه به يې راواخلو چې پينځه عوامل کېداى شي چې مشرف داوسنۍ سياسي وضې دجبران مسوول وګڼي:

١-مشرف په خټه دپاکستان له نومول شوې سيمې څخه نه و.
په طبيعي لحاظ چې کله يوانسان له يوې سيمې سره فطري تړاو ونه لري، هغه انسان هېڅ کله دهغې سيمې حالت او وکړي نه شي درک کولى، ترڅو چې څوک په يوې سيمه کې خاپوړې ونه کړي او هلته خپل پل ايښودنه ياده نه کړي؛ نو دى هېڅکله هم له هغې خاورې سره لکه څرنګه چې فطرتاً احساس اومينه وي نشي پاللى. همداعلت وه چې له مشرف څخه تراخره پورې هېڅ يو ملکي او نظامي وګړى خوښ نه ښکارېده. دى خو ولس هم نه وه ټاکلى که موږ ووايو چې له ده وړاندې هم درې فوځي مشران دخپلو څوکيو دزور په مټ دولس واکمنان شوي دي. سمه ده داسې شوي دي؛ خو هغوې بيا يوڅه دې خاورې ته ژمن ول ملي ګټې يې په نظر کې نيولې په ښکاره يې ولس راضي ساته. خو دى له هغو سره يو څه توپير لري. نه يې ملي ګټې په نظر کې نيولې او نه يې ولس راضي ساتلى و.

٢- په سياسي لحاظ دى دزور له لارې واک ته رسېدلى و:
واک ته رسېدو لپاره په ټوله نړۍ کې ترټولو ښه لاره دموکراتيکې ټاکنې دي چې هرسړى پکې کولى شي دخپلې خوښې وړ سړى وټاکي؛ خو مشرف نه دولس په خوښه راغلى و، نه له کومې بلې داسې مشروعې لارې چې ولس دې پرې راضي واوسي، له خپلې څوکۍ يې دځان په ګټه کارواخيسته، په ولس واکمن شو، ورسره يې ټول فوځي واک هم په خپل لاس کې ونيوو، چې داکار هم دداخلي مخالفتونو په لاملونو کې ستر رول لري، همدا داخلي مخالفتونه ول چې ځينو لوړپوړو کسانو دزړه له اخلاصه دندې نه ترسره کولې. بله مهمه خبره چې دپخوانۍ ولسمشرې بېنظير بوټو وژنه هم دده دواکمنۍ پروخت کې رامنځته شوه.

٣- امريکايانو ته دپاکستان له خاورې په افغانستان دحملوکولو اجازه:
داچې افغانستان په جغرافياوي لحاظ له بحر(سمندر) سره نژدې او يا سرحدي پوله نه لري؛ نو له نورو لارو ورته دامريکا غوندې لرې غربي هېواد راتګ هم څه اسانه خبر نه وه، خو ددې کار دشوني کولو لپاره ورته نژدې ګاونډي اسلامي هېواد پاکستان لاس وکړ، او غوښتنو ته يې مشرف په ورين تندي لاس په نامه شو. امريکايانو ته يې په پاکستان کې هډې ورکړې، له کراچۍ سمندر څخه يې هوايي ځواک لپاره دګټې اخستلو صلاحيت ورکړشو. لکه څنګه چې يې اوس خپله پاکستانيان په اړه اندېښمن دي. دابه ورته معلومه شوې وي چې په اسلام اباد کې مېشت بهرنيان پاکستان ته څومر ضرري دي؟؟ .

٤- طالبانو او القاعدې سره دده اړيکې:
دده په وخت کې ترټول زياتې مذهبي ډلې په پاکستان کې وزېږې له ٢٨٠٠٠ نه تر ٤٠٠٠٠ پورې شمېر زيات شواو همدارنګه دفوځ پرمټ ددوى دپياوړتيا کارونه ترسره شول، له يوې خوا مشرف دمذبي ډلو په پياړوتياکې مهم رول لوبه و او له بلې خوايې دالقاعدې او طالبانو پرضد دامريکې دملاتړ هرکلې وکړ دې دوه مخي سياست په هېواد کې مذهبي ډلې راوه پارولې او دحکومت پر ضديې شروع وکړه.

٥- ترټولو غټه خبره چې دلومړي ځل لپاره قبايلي سيموته پاکستانى فوځ دده په وخت کې داخل شو:
قبايل چې له ډېر پخواراهيسې دپاکستاني حکومت قيادت نه مني نه ترې دولت ماليه (ټيکس) اخستلى شي،همدارنګه په وسلو ګرځولو کې مستقل دي، پابندي پرې نشته، ځکه خو پاکستاني حکومت هم تراوسه پورې ورته څه دپرمختک کارونه نه دي کړي اونه يې ورته کوي؛ مګر له اوس څخه پخوا دقبايلو ژوند لس چنده ښه وه، ځکه چې پخوا پرې نه خپلسرې بمبارۍ کېدې، نه فوځيانو ورته څه ضرر رسوه، نه په کې دومره تشدد موجود وه، داټول له هغې وروسته زيات شول، کله چې مشرف په خپل سر قبايلي سميو ته فوځ دننه کړ او هلته يې مېشتې ډلې راوه پارولې. که سړى پام وکړي شايد دپاکستان او سيمې لپاره به طالبان يا القايده دومره ضررناک نه ول لکه څومره چې امريکايان او بهرنيان دي.که په مذهبي لحاظ وګورو دپاکستان لپاره داکار دکولو نه وه لکه چې وه يې کړ، اسلامي هېوادونو ته د ننوتلو زمينه مساعد ول په سيمه کې دپاکستان په ملاتړ تر سره شول؛ خو دبهرنيانو په پرتله زه ګمان کوم دسيمې لپاره طالبان او القاعده دومره تاواني نه ول.

که تاريخ مطالعه کړو؛ نو هېڅ يو بهرنى قوت بغير دخپلو موخو څخه شاوخوا سيموته نه دى راغلى، تر څو يې چې په کې خپلې ګټې او موخې نه وي ليدلي، تر هغې خپل فوځ او ملک نه بربادوي. موږ په همدې دليل ويلى شو چې مشرف وکړى شول پاکستان لاس تړلى پرېږدي، ترڅو بهرنيان وکړى شي خپل شوم اهداف ښه په پوره لاس رسي تر سره کړي.



د ليکوال څو نورې لیکنې


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


07.09.2010 11:06 ژوند

07.09.2010 11:05 خیالات

07.09.2010 11:05 ناسم قضاوت

07.09.2010 11:04 په قرآني ماشوم روزلو کې د روژې اغيزه

پوښتنه (د نهي حسن له لورې): آيا کولى شو له روژې څخه د قرآني ماشوم د روزلو لپاره ګټه پورته کړو؟ او آيا روزه په قرآنې ماشوم روزلو باندې کومه اغيزه

07.09.2010 11:03 فلسفي ځواب

07.09.2010 11:01 خور له ورور څخه مخ پټوي!!!

داولې؟!

07.09.2010 10:54 افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور/عنایت ساپې

په طبیعي ډول به په ډیره اسانۍ طالبانو ته ددې لاره هواره شي چې یو ځل بیا ددغه هیواد په تخت او تاز خپلې منګولې خښې اوخدای وکړي چې داځل طالبان د

07.09.2010 10:54 غزل ///ماته یی ښکلې د لوګر مڼې رایادې کړلې ///////// چې یی په غبرګو اننګو باندې روزه ماتوم

د سليم احمدزي ښکلى او زړه راښکونکى غزل

07.09.2010 09:22 خپلو ټولو درنو ښاغلو او اغلو ملګرو ته!څيړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی

زړه له کومې د کمکي اختر مبارکي وایم . هیله مند یم سږنی اختر مو په هیواد کې ټولنیز نیاو(عدالت)چې په پایله کې یې تل پاتې سوله راتلی شي یو ه انګیر

07.09.2010 06:40 بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخه:بلينډه بدرۍ

ستا بيګا شپه ګلورينه د قيصې په نيمايي کې ښکلې سترګې وې ورغلې شپه پخه وه ستوري هم دومره خمار وو

08.09.2010 12:48 اختر مو بختور شه

زموږ په اختر کې هم لويه فلسفه نغښتې ده، دا يواځې د خوښۍ لپاره نه ده، دلته موږ يواځې په خوښۍ خپل وخت نه تيروو مګر د دې ترڅنګ موږ نور ډير لوي لوي

08.09.2010 10:48 غزل//انعام الله ګوهر

دزندګۍ پیریــــــــــــان کیناستي په مــــــــا//که د ځوانۍ پیریان کیناستي پـــــــه مــــــــا

08.09.2010 05:37 د سپټمبر د یولسمې پیښې معما

كه غواړو چې د دي پيښې په هكله ډير له واقعيت او انصاف څخه ليري نه وو, نو په كار ده چه د پيښې د پايلي اواغیزې په هكله فكروكړو نه دپيښې په هكله او

08.09.2010 00:13 يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟

ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه ...

08.09.2010 00:12 DVD د CD په پرتله څه ښه والى لري؟

ښايي ډېرى کاروونکي له DVD څخه په دې نيت چې ظرفيت يې د CD په پرتله څو چنده ډېر دى...

07.09.2010 20:53 تازه غزل / جلال امرخېل

07.09.2010 11:10 احسان

07.09.2010 11:09 خیرا

07.09.2010 11:08 عاشقي

07.09.2010 11:07 خاطره