د اجمل خټک بابا په مړينه د غمرازۍ پيغامونه

اجمل خټک مړينه 07.02.2010 21:01

د ټول افغان ټکی کام اداره د دې ويبپاڼې د ټولو همکارانو په استازيتوب د پياوړي ليکوال، شاعر او افغان سياستوال اجمل خټک بابا په مړينه غمرازي کوي، د لوی الله ج له درباره ورته جنت فردوس غواړي، او کورنۍ او ټولو افغانانو ته د زړه د صبر دعا کوي.

د اجمل بابا مړينه نه جبران کېدونکي ضايعه ده، لوی خدای ج ته لاس په دعا یو چې لکه په افغان ملت یې چې اجمل خټک لورولی و، همداسې پرې نور د دستار سړي هم ولوروي چې د اجمل بابا د فکر او کار مشال بل وساتي.

د ټول افغان اداره

ـــــــــــــــــــــــــــــ


سرباز پښتون سوهېلي پښتونخوا ږوب 15.02.2010 22:49

موږ د ويښ ليكوال ادبي ټولنې ږوب ټول غړي د پښتو ژبې د ستر، تكړه او كړېدلي شاعر محترم اجمل خټك په مړېنه زښته خواشني څرګندوو او ددۀ مړينه د پښتو ږ بې او ادب دپاره يو زښته زيان ګڼو ـ روح دي ښاد او اباد وي ـ

انجینیر مطیع الله مطیع خروتی 12.02.2010 12:42


بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان دخروټو دقوم سراسری شورا


د سياست، ادب او فرهنگ د ډگر د ستر شخصيت او ملي شاعر اروښاد اجمل خټک د مړینی له امله د خروټو قوم دقوم د سراسری شورا د ډاډګیرنی ‍پیغام

په ژوړی خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د سیاست، ادب او فرهنګ د ډګر ستر نومیالی شخصیت،ملی شاعر اجمل خټک په حق رسیدلی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد اجمل خټک یو تکړه او نومیالی پښتون، د قلم د ډګر نه ستړی کیدونګی مبارز، د بادشاچان خان نږدی دوست او ملګری، د عدم تشدد د لاری لاروی، پیاوړی لیکوال او وتلی شاعر و، د خپل عمر ډیره برخه یی د علم، ادب، فرهنګ، سیاست، خلکو او ولسونو ته د خدمت په لاره کی تیره کړه او د وخت د ظالمانو پر خلاف د قلم له نوکی څخه د آزادی چیغه لــــــــــــوړه ساتلی او په دی لاره کــــــــی یی ډیر علمی آثار په میراث پریښی دی.
ارواښاد خټک ادیب، شاعر، لیکوال فرهنګ دوست سیاسی او ملی شخصیت د خروټو د قوم د سراسری شورا ریس او د رهبری هیت د هیواد د میشتو خروټو په استازیتوب د ارواښاد مړینه یوه ستره ضایعه بولی، ارواښاد خټک ته د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د فردوس جنت، کورنی، د علم او فرهنګ، سیاست، او ادب د لاری ټولـــــــــــو مینه والــــــــــــــــو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوی.

و من الله توفيق

انجینیر مطیع الله مطیع خروتی
د خروټو د قوم د سراسری شورا ریس

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر 10.02.2010 08:10

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوه لوی لیکوال ،شاعراوسیاستوال اجمل خټک دمړینې خبر ترلاسه کړ.

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دسترشاعراو ملي مبارزاجمل خټک د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارویانواو ټولو لروبرو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.


د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ

عزيزمنګل 10.02.2010 03:59

د نیو ساوت ویلز د افغانانو د کمیټې د خواخوږئ پیغام :

ځان مې په در کې کړ درته خاورې
په خق خق خاندې ژړا مې نه اورې
یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ
که ناورې ، ناورې ، دا خو به واورې

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پښتانه یو ځل بیا د خپل یوه عظیم مشر، لارښود ، سیاسي ، فرهنګي او ټولنیز شحصیت ،د دستار سړي او خواخوږي رهبر د ویر په ټغر کیناستل.
د اجمل بابا د مرګ آواز مو زړونه ولړزول. انالله و اناالیه راجعون.
اجمل خټک ټول ژوند د استعمار په وړاندې د بغاوت جنډه رپانده وساتل او کله هم داسې ونه شول ، چې د ده په لاسونو کې دې د پښتنو د حقونو او آزادي غوښتنې توغ رنګ وبایلي او یا دې يې د غیرت چیغه ټپه شي.
غیرتي خلک د الله ج خوښ دي . اجمل غیرتي او نر پښتون وو چې ټول عمر یې پښتنو ته د غیرت ، غیرت چیغې وهلې . اوس چې هغه نشته زموږ ژړا داده چې :
ګوره که په پیړیو بیا پښتنه مور یو بل اجمل وزیږوي او د افغان په خاوره بل خټک او بل هوښیار پاګل ، د پښتو په بین کې د غیرت چیغه ورپوه کړي.
په نیو ساوت ویلز کې میشت افغانان ، ځانونه د اجمل بابا په ویر ، ویرمن بولی او د لوی څښتن تعالی دربار ته د سوال لپه نیسو چې زموږ په غیرتي بابا دې ورحمیږي ، فردوس جنتونه دې په ولوروي او درنې کورنې ته دې یې د دغه لوی غم د زغم وس ورکړي . آمین یا رب العالمین .
د نورو په استازیتوب
عزیز منګل د نیو ساوت ویلز
د افغانانو د کمیټې مشر

سيدجان کارواني 10.02.2010 00:34

د مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت
د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام :
د غيرتي پښتانه او لوی ملي شاعر اجمل خټک مړينه د لرو برو افغانانو ګډ ملي ماتم دی .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ملت په دې لوی غم او درانه وير کی
شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي اجمل خټک کورنۍ ، عزيزانو
او ټولو لروبرو افغانانو ته وړاندی کوي .
دده مرحوم دې ښکلي جنتونه په برخه وي او دده د لوی ملت نوي نسل ته دې لوی څښتن
توفيق ورکړي چی د ټولو افغانانو د پوره يووالي دپاره د خټک صاحب ناپوره شوی
ارمان پوره کړي .
امين يا رب العلمين .

سيد جان کارواني
په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
د ټولنی مشر




ټولې تبصرې
Comment_form_icon

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


07.09.2010 11:06 ژوند

07.09.2010 11:05 خیالات

07.09.2010 11:05 ناسم قضاوت

07.09.2010 11:04 په قرآني ماشوم روزلو کې د روژې اغيزه

پوښتنه (د نهي حسن له لورې): آيا کولى شو له روژې څخه د قرآني ماشوم د روزلو لپاره ګټه پورته کړو؟ او آيا روزه په قرآنې ماشوم روزلو باندې کومه اغيزه

07.09.2010 11:03 فلسفي ځواب

07.09.2010 11:01 خور له ورور څخه مخ پټوي!!!

داولې؟!

07.09.2010 10:54 افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور/عنایت ساپې

په طبیعي ډول به په ډیره اسانۍ طالبانو ته ددې لاره هواره شي چې یو ځل بیا ددغه هیواد په تخت او تاز خپلې منګولې خښې اوخدای وکړي چې داځل طالبان د

07.09.2010 10:54 غزل ///ماته یی ښکلې د لوګر مڼې رایادې کړلې ///////// چې یی په غبرګو اننګو باندې روزه ماتوم

د سليم احمدزي ښکلى او زړه راښکونکى غزل

07.09.2010 09:22 خپلو ټولو درنو ښاغلو او اغلو ملګرو ته!څيړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی

زړه له کومې د کمکي اختر مبارکي وایم . هیله مند یم سږنی اختر مو په هیواد کې ټولنیز نیاو(عدالت)چې په پایله کې یې تل پاتې سوله راتلی شي یو ه انګیر

07.09.2010 06:40 بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخه:بلينډه بدرۍ

ستا بيګا شپه ګلورينه د قيصې په نيمايي کې ښکلې سترګې وې ورغلې شپه پخه وه ستوري هم دومره خمار وو

08.09.2010 12:48 اختر مو بختور شه

زموږ په اختر کې هم لويه فلسفه نغښتې ده، دا يواځې د خوښۍ لپاره نه ده، دلته موږ يواځې په خوښۍ خپل وخت نه تيروو مګر د دې ترڅنګ موږ نور ډير لوي لوي

08.09.2010 10:48 غزل//انعام الله ګوهر

دزندګۍ پیریــــــــــــان کیناستي په مــــــــا//که د ځوانۍ پیریان کیناستي پـــــــه مــــــــا

08.09.2010 05:37 د سپټمبر د یولسمې پیښې معما

كه غواړو چې د دي پيښې په هكله ډير له واقعيت او انصاف څخه ليري نه وو, نو په كار ده چه د پيښې د پايلي اواغیزې په هكله فكروكړو نه دپيښې په هكله او

08.09.2010 00:13 يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟

ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه ...

08.09.2010 00:12 DVD د CD په پرتله څه ښه والى لري؟

ښايي ډېرى کاروونکي له DVD څخه په دې نيت چې ظرفيت يې د CD په پرتله څو چنده ډېر دى...

07.09.2010 20:53 تازه غزل / جلال امرخېل

07.09.2010 11:10 احسان

07.09.2010 11:09 خیرا

07.09.2010 11:08 عاشقي

07.09.2010 11:07 خاطره